د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ايران د سوريې په بيارغونه کې د ګډون لپاره چمتو شوی دی.
د ياد وزارت وياند بهرام قاسمي په ياده اعلاميه کې ويلي، ايران په تېرو څو کلونو کې په سوريه کې د ترهګرو په له منځه وړلو کې ګډون کړی دی، البته له جګړې وروسته به د ايران بېلابېل ارګانونه د سوريې د بيارغونې په چارو کې مرسته وکړي.
د ايران د خبر له مخې، له دې مخکې دغه هېواد د سوريې د حکومت په بلنه دغه هېواد ته پوځي مشاورين ور ولېږل چې له سوريه سره پر ترهګر بريدونو کې ګډون کړی دی.
تر اوسه پورې د سوريې حکومتي پوځ د دې هېواد اکثريت سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې. ايران څو ځله څرګنده کړه چې په ادليب کې د سوريې له پوځي عملياتو څخه ملاتړ کوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |