CRI Online

د م م سرمنشي په هر اړخيزه توګه د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د اړوندو کارونو د ښه پرمخبيولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-16 14:55:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په ۲۰۱۸کال کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې له راسېدو نه مخکې يوه اعلاميه خپره کړه او پکې يې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د علمي او تخنيکي پرمختګ له لارې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره قوي خوځنده ځواک زيات کړي او په ۲۰۳۰کال کې دې په دې برخه کې ټاکلې موخه تر سره کړي.

ګوتريس وويل چې په تېرو ۲۵کلونو کې په نړۍ کې شاوخوا يو مليارډ تنه د ګډ اقتصادي پرمختګ او نړيوالې همکارۍ له امله له بې وزلۍ څخه ژغورل شوي دي،مګر اوس څه باندې اووه سوه مليونه تنه لاهم له بې وزلۍ سره مخ شوي او نه شي کولی چې د نړيوال اقتصا له چټک پرمختګ څخه ګټې واخلي او طبي او ښوونيزې سرچينې او کاري فرصتونه تر لاسه کړي.د بې وزلۍ له منځه وړل په ۲۰۳۰کال کې د م م د دواملرونکي پرمختيايي اجنډا لومړۍ موخه ده، نو نړيواله ټولنه بايد په راتلونکې کې لاعادلانه نړيوال پرمختګ پرمخبوزي او په ټولنه کې دې د بې وزلو کسانو د شاملېدو ستونزو د حل وفصل لپاره هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای