CRI Online

په ۲۰۱۸ مالي کال کې د امريکا د مالي کسر په تېرو ۶ کلونو کې نوی لوړ ريکارډ جوړ کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-16 15:03:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د روانې مياشتې په ۱۵ مه نېټه د يوې مياشتني مالي رپوټ په خپرولو سره ښکاره کړه چې په ۲۰۱۸ مالي کال کې د امريکا حکومت مالي کسر ۷۷۹ مليارډو ډالرو ته رسېدلی چې له ۲۰۱۲ کال راهيسې يې نوی لوړ ريکارډ جوړ کړی دی.

په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې په ۲۰۱۸ مالي کال کې يعنې د تېر کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د سږ کال د سپتمبر تر ۳۰مې نېټې پورې د امريکا مالي کسر ۱۷سلنه زيات شوی او د امريکا د کورنيو توليداتو په عمومي اندازه کې يې ۳.۹ سلنه برخه نيولې ده چې د تېر مالي کال په پرتله ۰.۴ سلنه زياتوالی کړی دی.

اقتصاد پوهان په عمومي توګه فکر کوي چې د امريکا مالي کسر زياتوالي مهم لاملونه دا دي چې د امريکا کانګرس د تېر کال په پای کې د لويې پيمانې مالياتو کموالی په اړه لايحه تصويب کړه او د ټرمپ حکومتي لګښتونو يې زيات کړي دي. دوی خبرداری ور کړ چې د بوديجې کسر د لوړې کچې زياتوالی به د امريکايي ماليې او د عامه پورونو دوام په اړه انديښنې پيدا کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای