CRI Online

د چين د واليبال ښځينه لوبډلې امريکا ته ماته ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-16 16:24:13

د چين د واليبال ښځينه لوبډلې د سږ کال د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د دوه په مقابل کې په دريو امتيازونو امريکايي لوبډلې ته ماته ورکړه، د چين د واليبال ښځينه لوبډلې عمومي روزونکې لانګ پينګ وويل، چې په سيالۍ کې ډېر حالات رامنځته کېدلی شي، موږ بايد د حالاتو سره سم په خپله لوبډله کې بدلون رامنځته کړو.

د لانګ پينګ لخوا ويل شوی بدلون نه يوازې د لوبډلې تکتيکونه تنظيم، بلکې د لوبغاړو تر منځ ادلون بدلون رامنځته کېږي. په دوهم او درېيم پړاو کې د امريکايي لوبډلې بريد سره په مخامخ کې روزونکې لانګ پينګ لوبغاړې زنګ چون لۍ او لي يينګ يينګ ادلون بدلون کړی. د مشورو روزونکو تر منځ په سيالۍ کې نه يوازې د لوبو څخه مخکې چمتوالی له بريا سره نژدې تړاو لري، بلکې د لوبو په وخت کې بدلونونه هم ډېر مهم دي. په سيالۍ کې د لي يينګ يينګ ګډون د لانګ پينګ لومړی لوی بدلون وو. لي يينګ يينګ د لوبو په درېيم پړاو کې ګډون کړی او ۱۲شمېرې امتيازونه يې تر لاسه کړل، سره له دې چې دغه شمېر امتيازونه د چين مشهورې لوبغاړې جو تينګ په پرتله ډېر کم دی، خو هغې هم د چيني واليبال لوبډلې لخوا په سيالۍ کې د برياليتوب لاسته راوړلو لپاره مهم رول لوبولی دی.

دا په نړيوالې اتلولۍ کې د لي يينګ يينګ لومړی ګډون نه دی، د چين او کيوبا تر منځ په سيالۍ کې هغې لومړی ځل ګډون کړی و. ۱۲ شمېرې د لي يينګ يينګ په يو سيالۍ کې تر ټولو زيان شمېر امتياز نه دی، د چين او روسيې واليبال لوبډلو تر منځ په سيالۍ کې هغې ۱۴ شمېرې ګټلې وې. خو ځکه د چين او امريکا واليبال لوبډلو تر منځ سيالی ډېره مهمه ده، نو په دې سيالۍ کې د لي يينګ يينګ لاسته راوړنې هم ډېرې ستر اهميت لري.

د چين او کيوبا واليبال لوبډلو تر منځ تر سيالۍ وروسته، لي يينګ يينګ ويلي وو چې زه لږ څه ورخطا شوم. خو په دغه سيالۍ کې لي يينګ يينګ ډېرې هڅې کړې او تر امتياز ګتلو وروسته يې د لا هڅونې له لارې په خپلو ملګرو غږ کاوه او د هغوی احساساتو او جذبات لوړولو لپاره يې کوښښ کولو.

لي يينګ يينګ د خپلې نننۍ لاسته راوړنې په اړه وويل، چې فکر کوم چې بايد د پخوانۍ سيالۍ په هر ځل ګډون کې د تجربو د زيات والي لپاره ډېر کوښښونه وکړم او پوهېږم چې ډېر څه مې پکې زده کړي دي. زما په اند اوس کولای شم په ښه توګه واليبال وکړم.

په نننۍ سيالۍ کې لي يينګ يينګ په پيل کې له لږ څه ستونزې سره مخامخ شوه، خو د روزونکې لانګ پينګ په لارښوونې سره د هغې روحيه بدله او لوړه شوه.

هغې وويل چې په سيالۍ کې ډېره خوښه وي ځکه هر ځل شمېره او امتياز تر لاسه کوي نو ورسره د هغې خوشحالي نوره هم ډېريږي.

هر ځل تر سيالۍ وروسته هغه د خپل ځان ارزونه کوي، دغه ځل هغې فکر وکړ چې وړتيا يې لږ څه نور ښه والی هم پيدا کړی دی. هغې وويل چې زه غوره والی او وړتيا لرم، هيله لرم چې په راتلونکې سيالۍ کې خپلې نيمګړتياوې پوره کړم او خپل بدني فزيکي کيفيت نور هم زيات او لوړ کړم. باور لرم چې زه به په راتلونکې سيالۍ کې تر دې لا ښه اوسم.

د همدې ورځې په بله لوبه کې د صربيا واليبال لوبډلې د جاپان لوبډلې ته ماته ورکړه. د چين د واليبال ښځينه لوبډله به د روانې مياشتې په شپاړسمه نېټه د هالنډ له لوبډلې سره سيالي ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای