CRI Online

د مصر د (( سينا په ۲۰۱۸ کال کې )) په نوم د ترهګرۍ پر ضد عملياتو کې ۴۵۰ تنه ترهګر او تندلار وژل شول

cri     (GMT+08:00) 2018-10-17 09:43:04
د مصر د (( سينا په ۲۰۱۸ کال کې )) په نوم د ترهګرۍ پر ضد عملياتو کې ۴۵۰ تنه ترهګر او تندلار وژل شول

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مصر پوځ د اکتوبر په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې د (( سينا په ۲۰۱۸ کال کې )) په نوم د ترهګرۍ پر ضد د عملياتو د پلې کېدو له اتو مياشتو راهيسې ۴۵۰ تنه ترهګر او تندلاري وژل شوي دي. يوه ورځ مخکې د مصر ولسمشر السيسي د يو حکم په لاسليکولو سره پرېکړه کړې چې په ټول هېواد کې هغه بېړنی حالت چې د ۲۰۱۷ کال په اپريل مياشت کې پيل شوی، درې مياشتې لا نور وغځېږي.

د مصر د پوځ وياند تامير الريفای د اکتوبر په ۱۶مه نېټه له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د روان کال په فبرورۍ کې د سينای ۲۰۱۸ په نوم د ترهګرۍ پر ضد د عملياتو له پلې کېدو راهيسې، د سينا ټاپووزمې په شمال او منځنۍ سيمو کې ۴۵۰ ترهګر او تندلاري وژل شوي دي. په عين وخت کې د مصر دېرش تنه پوليس له ترهګرو سره په جګړو کې وژل شول. ټول پوځي عمليات د ملکي وګړيو د استوګنې له سيمو څخه په بهر کې ترسره شوي او د ځايي وګړيو لخوا يې ملاتړ شوی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای