د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران خبري اژانس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې ترهګرو له پاکستان سره په سرحدي سيمه د ايران د سيستان او بلوچستان ايالت د بسيجو سازمان سازمان او سرحدي ځواکونو په شمول ۱۴ تنه وتښتول .
د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکې ډلې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ايران پوځ د يرغملو تښتونکو د نيولو لپاره عمليات پيل کړي. دوی په اعلاميه کې له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمه کې د غيرقانوني اورپکو د ځپلو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، پاکستان به د دغو تښتول شويو کسانو د لټولو لپاره تر وسې پورې له ايران سره مرسته وکړي. اوس د دواړو هېوادونو پوځونه د عملياتو په همغږۍ بوخت دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |