CRI Online

د چين د اقتصادي پرمختيا غښتلی توان او بازار له سوداګريز اصطکاک سره د مقابلې لپاره د مهماتو په توګه رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-17 12:46:14

د اکتوبر د څوارلسمې نيټې په شپه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا د سي بي اس له خبريالې لېسلي ستال سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې چين په سوداګريزې جګړې کې کافی مهمات نه لري.د دې ترڅنګ داسې هم وويل چې د چين او امريکا ترمنځ اوسنی سوداګريز حالت يوازې کوچنی اصطکاک دی او نه سوداګريزه جګړه.که څه هم ستال ور ته ملتفت ور کړ چې يوه ورځ دمخه يې دغه حالت جګړه بللې وه،خو ټرمپ دغه خبره رد کړه او زياته يې کړه فکر کوي چې د دې تاوترينخوالي د کمښت لپاره تدبيرونه غوره کړي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې داسې ويلي چې د سلو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت مو پر چيني توليداتو تعرفه زياته کړې ،خو چين يوازې د ۵۳ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر امريکايي توليداتو تعرفه اخيستې ده.هغه د شمېرنو له لارې هغه نظر څرګند کړ چې چين له سوداګريز اصطکاک سره د مقابلې په برخه کې کافي مهمات نه لري.

رښتيا ده چې چين د دې اصطکاک د له منځه وړلو لپاره عاقلانه رويه غوره کړې او زغم يې ساتلی دی ،خو معنې يې دا نه ده چې مهمات نه لري.برعکس د چين د اقتصادي پرمختګ غښتلی توان او بازار تل له دې اصطکاک سره د مقابلې لپاره مهمات دي.

لومړی د چين د اقتصادي پرمختګ قوي توان له دغه اصطکاک سره د مقابلې د جبه خانې د ډکولو لپاره رول لوبوي.

داسې حالت مو ليدلي چې د چين اقتصاد پرمختيايي انډول په مسلسلو ۱۲ ربعو کې له ۶.۷ سلنې څخه تر ۶.۹ سلنې پورې ساتل شوی او اقتصادي پرمختګ د مصرفي زياتوالي،د خدمتي چارو د پرمختګ او د کورنيو اړتياوو پر ډېرېدو تکيه کوي چې پخوا يې له حده زيات پر صادراتو او پانګونو تکيه کړې وه.سربېره پردې چين خپل بشپړ صنعتي سيستم او د بېلا بېلو صنايعو ځنځيرونه، په نړۍ کې تر ټولو لوی د منځنۍ کچې عايدات لرونکې ډله او تر ټولو لوی پټ ځواک لرونکی مصرفی بازار لري چې له امله به يې د چين اقتصاد له دې اصطکاک سره د مقابلې غښتلی توان لري .تېر کال د چين عمومي اقتصادي اندازه دوولس سوه اويا مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلې او صادراتي ارزښت يې ۲۲۶ مليارډه امريکايي ډالره و.دوه سوه مليارډه امريکايي ډالره يوازې د صادراتو د عمومي ارزښت په سلو کې اته اعشاريه اته برخه نيسي.که د توليداتو چمتو کولو په تړاو سوداګريز عوامل تر غور لاندې ونيول شي، نو د صنعتي زياتوالي پر ارزښت د ياد شمېر اغيزه به لا لږه وي.نو ځکه د امريکا له خوا د دووسوو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو د تعرفې د زياتولو زيانونه چين تحمل کولی شي.په همدې وجه نړيوال بانک په دې وروستيو ورځو کې د چين اقتصادپه تړاو راپور کې دې ته اشاره کړې چې د چين په اقتصاد کې غښتلی پرمختيايي حالت لاهم ساتل شوی دی.

دوهم ،په چين کې د نوي پړاو اصلاحاتو او ورخلاصون په تېره بيا د بازار د خلاصولو تدبيرونه به د ياد اصطکاک د له منځه وړلو لپاره اغيزمن مهمات وګرځي. له روان کال راهيسې د چين حکومت په پر له پسې توګه د بهرنيو پانګونو منفي ليست کم کړی ، تر زياتې اندازې پورې يې بهرنيو پانګوالو ته بازاري اجازې ور کړې،د پوهنې د ملکيت حق ساتنه يې پياوړې کړې او په علني توګه يې واردات زيات کړي دي چې له امله يې لازياتې بهرنۍ پانګونې راجلبې شوې دي.

د چين په پرتله د ياد اصطکاک له پيل کولو راهيسې د امريکا په لاسونو کې نيول شوي مهمات کافي نه دي ، نو ټرمپ مجبورأ د دغه اصطکاک کچه د تش په نامه له جګړې څخه پر کوچني اصطکاک بدله کړې ده.

هېڅوک له سوداګريزې جګړې څخه ګټې نه شي اخيستی ،نو چين څو څو ځله ويلي چې نه غواړي له امريکا يا نورو سوداګريزو همکارانو سره هر ډول سوداګريزه جګړه وکړي.که ټرمپ پر چين فشارونو ته دوام ور کړي، د چين اقتصادي پرمختيا غښتلي توان او ستر بازار به له دې اصطکاک سره د مقابلې تر ټولوښه مهمات وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای