CRI Online

امريکا د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک پر اړوندو سازمانونو او ارګانونو د بنديز لګولو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-10-17 15:40:46
امريکا د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک پر اړوندو سازمانونو او ارګانونو د بنديز لګولو اعلان وکړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې چارو وزارت د اکتوبر په ۱۶مه نېټه اعلان وکړ چې د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک پر اړوند بسيج سازمان او د دغه سازمان پر اړوند مالي صندوق بنديز لګوي چې له مخې به يې په امريکا کې د دوی پانګې کنګلې شي او له امريکايانو سره سوداګري نه شي کولای.

د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، بنديز شوی بسيج د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک سره اړه لري چې د دې ځواک لپاره يې ماشومان سرتيري پيدا او روزلي کړې، بل صندوق له دغه بسيج څخه پولي ملاتړ برابروي. دغه صندوق له شلو شرکتونو او پولي ارګانونو څخه جوړ شوی، مقر يې په ايران کې دی او د معاملو عمومي اندازه يې څو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې.

ايران د امريکا له دغه بنديز سره سخت مخالفت څرګند کړ. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای