CRI Online

د م م عمومي اسامبلې فلسطين ته د ۷۷ هېوادونو ډلې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه اړوند واکونه ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-17 18:17:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م عمومي اسامبلې د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه يوه پرېکړه تصويب کړه چې له مخې يې فلسطين ته په راتلونکي کال کې د ۷۷ هېوادونو ډلې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د دندې پر غاړه اخيستلو په ترڅ کې ۶ واکونه ور کړل شول تر څو دغه هېواد د م م د کتونکي په توګه د اړوندو صلاحيتونو د پلې کولو په اړه ستونزي له منځه يوسي.

د م م عمومي اسامبلې په همدې ورځ په ۱۴۶ موافقو رايو،۳ مخالفو رايو او۱۵ ممتنعو رايو دغه پرېکړه تصويب کړه، امريکا، اسرائيل او استراليا مخالفې رايې ور کړې.

له پرېکړې سره سم، د م م عمومي اسامبلې فلسطين ته د ۷۷ هېوادونو ډلې د نوبتي رئيسه هېواد د دندې پر غاړه اخيستلو په ترڅ کې ۶ واکونه ور کړي چې په دغو واکونو کې د ۷۷ هېوادونو ډلې او چين په استازيتوب د اعلاميې خپرول، تجويز او تعديدل نامې وړاندې کول او داسې نور شامل دي. تر څو فلسطين وکولی شي په ښه توګه د نوبتي رئيسه هېواد صلاحيت ادا کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای