د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د فدرالي پوځي او تخنيکي همکارۍ د ادارې مشر دميتري شوګايف د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د دې هېواد په جنوبي ښار سوچي کې وويل چې دS-400 په نوم د هوايي دفاعي توغندي سيستم په تړاو د روسيې او هند له خوا د لاسليک شوي قرارداد د پلې کولو وخت اوږد دی او روسيه به په راتلونکو دوو کلونو کې هند ته د لومړۍ ډلې دغه سيستم وسپاري.
ياد قرارداد د اکتوبر په پنځمه نېټه لاسليک شوی چې له مخې به هند له روسيې څخه د پنځو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت ياد سيستم واخلي چې د روسيې د څلورم نسل د هوايي دفاعي توغندي سيستم ګڼل کيږي او څلور سوه کيلو متره واټن په نښه کولای شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |