د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د کريميا په ختيځ کې د کرچ په انجنري پوهنځي کې د چاودنې او د ډزو پېښې له امله لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۴۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دې سيمې اداري مشر په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې د يادې پېښې د جوړولو په تور د دې پوهنځي د څلورم ټولګي يو زده کړيال ځان وژلی چې جسد يې په کتابتون کې پيدا شوی دی. اوس د دې پېښې لامل لاهم د حکومت تر پلټنې لاندې دی.
په همدې ورځ د اوکراين ولسمشر پترو پوروسينکو په خپله وينا کې دغه پېښه وغندله او ويي ويل چې دا يوه بوږنوونکې پېښه ده. د روسيې د فدرالي څارنې کميټې د ترهګريزو بريدونو په تړاو د قانوني قاعدو له مخې د دې پېښې په اړه جنايي پلټنه پيل کړې او ور پسې يې د وژنې اعدام په اړه له قانوني قاعدو سره سم اړونده جنايي پلټنه هم تر سره کړه.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |