CRI Online

د هند د بهرنيو چارو وزارت د دولتي چارو وزير ام جي اکبر د جنسي ځورونې تور له امله له خپلې دندې ګوښه شو

cri     (GMT+08:00) 2018-10-18 10:59:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، هندي رسنيو خبر ورکړ، چې د هند د بهرنيو چارو وزارت د دولتي چارو وزير ام جي اکبر د جنسي ځورونې تور له امله د اکتوبر په ۱۷مه نېټه له خپلې دندې څخه ګوښه شو.

اکبر په همدې ورځ د يوې علاميې په خپرولو سره وويل، چې هغه د بهرنيو چارو وزارت د دولتي چارو وزير له دندې ګوښه شوی دی او دی به د يو عادي شخص په توګه د ياد جعلي تور په اړه له محکمې څخه د انصاف غوښتنه وکړي.

د هندي رسنيو د پخواني خبر له مخې، تقريباً ۲۰ ښځو محکمې ته شکايتونه کړي چې اکبر لخوا جنسي ځورونې پرې شوې دي.

د خبر له مخې، تر سياسي دندې مخکې اکبر يو خبريال و. نوموړی هغه وخت غندل شوی چې پر څو ښځو يې جنسي ځورونې وکړې. په دې اړه اکبر خوله چوپه ساتلې وه، خو د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه هغه د لومړي ځل لپاره په اعلاميه کې انکار وکړ او و يې ويل چې ياد تور د سياسي هدف لپاره شوی چې په راتلونکي کال کې له عمومي ټاکنو سره تړلی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای