CRI Online

د امريکا د ماليې وزارت بيا تائيد کړی چې چين د پيسو د راکړې ورکړې ارزښت نه دی کنترول کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-18 11:00:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د ماليې وزارت د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د پيسو د راکړي ور کړي ارزښت د نيمايي تګلارې په تړاو راپور خپور کړ او په دې اند دی چې چين هغه کړنه نه ده کړې چې د پيسو د راکړې ورکړې ارزښت د کنترول له لارې يې سوداګريز غوره والی تر لاسه کړی دی.دا څلورم ځل دی چې د امريکا د ماليې وزارت د دې هېواد د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته ياده نتيجه تر لاسه کړه.

په همدې ورځ د امريکا د ماليې وزارت د عمده سوداګريزو همکارانو په مقابل کې د نړيوال اقتصاد او د پيسو تبادلوي ارزښت تګلارې په تړاو راپور خپور کړ چې له مخې يې د امريکا عمده سوداګريزو همکارانو دغه ارزښت نه دی کنترول کړی ، خو چين، المان، جاپان، د کوريا جمهوريت، سويس او هند د پيسو راکړې ور کړې ارزښت په اړه د تګلارو د څارنې په امريکايي ليست کې شامل شوي دي.ياد وزارت ويلي چې امريکا د چين هغې کړې ژمنې ته په درنه سترګه ګوري چې د خپلو پيسو د تبادلوي ارزښت د کموالي له لارې به صادرات زيات نه کړي ، د دې ترڅنګ دوی به په دوامداره توګه د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت د تمايل په هکله د چين له ولسي بانک سره د نظريو تبادله وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای