د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا سپينې ماڼې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د پوست له نړيوالې ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو پروسې د پيلولو اعلان وکړ.که ياده ټولنه تر راتلونکي يو کال پورې له امريکا سره نوی تړون لاسليک نه شي، نو امريکا به له دې ټولنې څخه ووځي.
د امريکا دوو لوړ پوړي چارواکو په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د دې ټولنې له خوا غوره شوې ځينۍ تګلارې د امريکا لپاره عادلانه نه دي چې له امله يې په نړۍ کې ځينو هېوادونو د نړيوالو پيغامونو له لګښتونو څخه په استعمالولو سره د امريکا ګټو ته زيان رسولی دی.
تر هغه وروسته سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې وويل چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت به دغې ټولنې ته د امريکا د پرېکړې په تړاو يو پيغام وسپاري او په راتلونکې يو کال کې به د دې ټولنې د نويو اصولو په هکله ور سره دوه اړخيزې يا څو اړخيزې خبرې اترې وکړي. که نوی تړون لاسليک نه شي، امريکا به له دې ټولنې څخه ووځي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |