CRI Online

د م م د غلودانو او کرنې سازمان د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين لاسته راوړنې وستايلې

cri     (GMT+08:00) 2018-10-18 16:04:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د غلودانو او کرنې سازمان د اکتوبر له ۱۵مې نيټې څخه په روم کې د غلودانو اوونۍ په نوم فعاليت پيل کړی چې د اکتوبر تر ۱۹مې نيټې پورې به دوام ور کړي،او پکې يې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړی چې د لوږې او د غذايي کمښت د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.د دې سازمان چارواکو د لوږې او بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين په شمول د ځينو هېوادونو کوششونه وستايل.

د ياد سازمان عمومي مدير جوس ګرازيانو دا سيلوا د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په اړوند فعاليت کې د ګډون په ترڅ کې چين ، برازيل او پيرو وستايل چې په لنډه موده کې يې تر زياتې اندازې پورې ډېر کسان له لوږې څخه ژغورلي دي.هغه وويل چې چين د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې ډېر ابتکاري تدبيرونه نيولي او د کرنيز پرمختګ او نوښت په برخه کې يې يوه نمونه جوړه کړې او نورو هېوادونو ته يې ګټورې تجربې برابرې کړې دي. د دې ترڅنګ چين د دوه يا څو اړخيزې همکارۍ له لارې له نورو پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کړې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای