CRI Online

د سوداګرۍ د نړيوال سازمان عمومي مدير خبرداری ور کړی چې د سوداګريزې جګړې د سختوالي له امله نړيوال اقتصاد له ننګونو سره مخ دی

cri     (GMT+08:00) 2018-10-19 10:53:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مدير روبيرټو ازويدو د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په لنډن کې نړيوالې ټولنې اخطار ور کړی چې د سوداګريزې جګړې د سختوالي له امله نړيوال اقتصاد او سوداګري له ننګونو او چلنجونو سره مخ ده.

نوموړي په همدې ورځ په يوه ماښامي مېلمستيا کې وويل چې د دې سازمان اقتصاد پوهانو د سوداګريز اصطکاک د ډول ډول امکاناتو ارزونه کړې چې پکې د هر اړخيزې سوداګريزې جګړې اغيزه هم شامله ده. د اټکل له مخې که سوداګريزې همکارۍ په سالمه توګه روانې نه شي، نو د نړيوالې سوداګرۍ پرمختيايي انډول به ۱۷ سلنه کم شي او په نړۍ کې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د زياتوالي انډول به ۱.۹ سلنه راټيټ شي چې له امله به يې څو مليونه تنه کارونه له لاسه ور کړي.

هغه زياته کړه چې نړيواله ټولنه د ټولو کسانو ګټو د ساتلو لپاره د تاوترينخوالي د کمښت مسئوليت لري او بايد په دوه اړخيز يا څو اړخيز سوداګريز چوکاټ کې د اوسنيو مسئلو د حل وفصل لپاره لايحه جوړه کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای