CRI Online

لي که چيانګ د فرانسې له ولسمشر امانويل ماکرون سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-19 11:02:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په بروکسيل کې د فرانسې له ولسمشر امانويل ماکرون سره وکتل.

لي که چيانګ تر هر څه لومړی ولسمشر ماکرون ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل او ويې ويل چې د چين او فرانسې ترمنځ اوسنۍ اړيکې ښې ساتل شوې دي.روان کال ښاغلي ولسمشر او صدراعظم فليپ په وار سره له چين څخه ليدنه وکړه او له چيني مشرانو سره يې د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو په هکله ګډې نظريې او لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. مونږ غواړو چې له فرانسې سره په راتلونکې پړاو کې د دواړو خواوو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د تګ راتګ په اړه پلانونه جوړ کړو ترڅو دوه اړخيزې اړيکې په سالمه او ثابته توګه پرمختګ ومومي.

ماکرون وويل چې د روان کال په جنوري کې مې له چين څخه ليدنه کړې وه او له دې سفر څخه ښه خاطره لرم. فرانسه غواړي چې له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ وساتي او غواړي چې ژر تر ژره دې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د دوه اړخيزې همکارۍ نقشه جوړه کړي تر څو د دواړو هېوادونو د تصديو ترمنځ دوه اړخيزې سوداګرۍ او پانګونې پرمخبوزي.فرانسه له څو اړخيز کېدو څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې له چين سره د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصلاحاتو او د اقليمي بدلون په هکله د نظريو تبادلې او همغږي پياوړې کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای