CRI Online

لي که چيانګ د ويتنام له صدراعظم نګوين شوان پهوک سره وليدل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-19 11:22:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د اکتوبر د ۱۸ مې نېټې په ماسپښين د بلژيک په بروکسيل کې د اسيا او اروپا د مشرانو د غونډې پر مهال د ويتنام له صدراعظم نګوين شوان پهوک سره وکتل.

لي که چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل چې چين او ويتنام دوست ګاونډي هېوادونه دي او د ګډو ګټو او برياليتوبونو پر بنسټ همکاران دي. سږ کال د چين او ويتنام تر منځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د جوړونې له ۱۰مې کاليزې سره برابر دی. چين غواړي له ويتنام سره يو ځای په مداومه توګه سياسي باور زيات کړي او غواړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې او د ګډو ګټو همکارۍ پرمختګ ومومي.

نګوين شوان پهوک وويل، چې ويتنام او چين ښه وروڼه او هراړخيز ستراتيژيک همکاران دي، د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ډېر تګ راتګ ساتلی دی او په بېلا بېلو برخو کې يې همکارۍ پياوړې کړې. ويتنام غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ تر سره شوې ګډې موافقې پلې کړي، دوه اړخيزې سوداګرۍ ته پرمختيا او ازاده سوداګري پياوړې کړي، هرکلی کوي چې چيني شرکتونه په ويتنام کې صنعتي سيمه جوړه کړي، د دواړو خواوو تر منځ د کرنې، سيلانۍ او نورو برخو کې همکارۍ زياتې کړي، سمندري امنيت او ثبات په ګډه وساتي او د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخيزې اړيکې لا ټينګې کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای