CRI Online

د چين استازي غوښتنه وکړه چې د فلسطين مسئله د خبرو اترو له لارې حل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-19 15:13:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د اکتوبر په اتلسمه نېټه وويل چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د اوسني وضيعت پر وړاندې نړيواله ټولنه بايدخپله دنده پرغاړه واخلي او د امنيت شورا بايد د خبرو اترو له لارې د فلسطين مسئلې د حل وفصل لپاره ګډې هڅې وکړي.

ما جاو شيو په همدې ورځ د يادې مسئلې په اړه د امنيت شورا په بحثونو کې وويل چې اوس مهال د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ امنيتي وضيعت کمزوری دی او تاوترينخوالی او د زورزياتي پېښې رامنځته کيږي ، نو د اختلافونو د سختېدو ننګونې لاهم موجودې دي. اړوندې خواوې بايد د ځايي وګړو د امنيت او سولې د ساتلو لپاره زغم وساتي تر څو د اوسني حالت د خرابېدو مخنيوی وکړي.

ما جاو شيو وويل چې چين د فلسطين له هغې غوښتنې څخه ټينګ ملاتړ کوي چې وايي په ۱۹۶۷ کال کې د ټاکل شوې سرحدي کرښې پر بنسټ د ختيځ بيت المقدس په پلازمينې سره يو پوره حاکميت لرونکي خپلواک هېواد جوړ کړي، او دغه راز په نړيواله ټولنه کې د فلسطين د شاملېدو او د م م په بېلا بېلو چارو کې د دوی له برخه اخيستنې څخه هم ملاتړ کوي. چين به په دوامداره توګه په منځني ختيځ کې د سولې بهير د پرمخبيولو لپاره رغنده رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای