CRI Online

د چين د ان هوی ولايت د فنګ يانګ ولسوالۍ په شياو ګانګ څون کلي کې اصلاحات او پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2018-10-19 16:11:40

د چين د ان هوی ولايت د فنګ يانګ ولسوالۍ په شياو ګانګ څون کلي کې اصلاحات او پرمختګ 

څلوېښت کاله مخکې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې غوره کړې، پر ښارونو سربيره، په کليوالو سيمو کې هم دغه تګلارې پلې شوې. د چين د ان هوی ولايت د فنګ يانګ ولسوالۍ د شياو ګانګ څون کلی اتلسو کورنيو د کرنيزو ځمکو د توليداتو سهيمې د هرې کورنۍ په سر د ويشلو تړون لاسليک کړ او په دې توګه د چين په کليوالو سيمو کې اصلاحات په رسمي توګه پيل شول. خو د چين د نورو زياتره کليو په شان، د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې د شياو ګانګ څون کلی پرمختګ له ستونزو سره مخ و او لامل يې دا و چې په کليوالو سيمو کې پياوړې صنعتي چارې موجودې نه وې.

دا يو واقعيت دی چې د شياو ګانګ څو کليوالو له اوږدې مودې راهيسې د اړوندو چارو د پرمختګ او عايداتو د لوړتيا لپاره ډېر کوښښونه کړي او کوي يې. د يان يو شان په نوم يو کليوال پلار يان هونګ چانګ د ياد تړون له لاسليکوونکو څخه يو و. هغه خبريال ته وويل

(( د شياو ګانګ څو کلي د اصلاحاتو بهير مو وليد، په ۱۹۷۸ کال کې د اصلاحاتو د پيل په وخت کې مو تر ټولو ژور احساسات دا وو چې د ژوند بنسټيزه اړتيا په ناڅاپه توګه پوره شوې ده. کله چې کرنې ځمکې زما کور ته ويشل کېدلې، زما د پلار تر ټولو لويه هيله دا وه چې دغه کلی د کرهڼيزو چارو د ثابت پرمختګ پر بنسټ صنعتي چارې پرمخ بوزي، د ده کورنۍ او نور کليوال شتمن شي. خو په هغه وخت کې ټولنيز چاپېريال او شرايط له اوسني وخت سره ډېر توپيرونه لرل، نو زما د پلار هيله نه ده عملي شوې. ))

په دې وروستيو کلونو کې د يان يو شان په شمول د شياو ګانګ څون کلي ځوانان د کار لپاره له کلي څخه بهر ته تللي او په بهرنی چاپېريال کې يې نظرونه پراخ شول. دوی بېرته د شياو ګانګ څون کلي ته ستانه شول او د صنعتي چارو د پرمختګ لپاره يې هڅې وکړې، د دوی تر کوښښونو لاندې د دې کلي د پرمختګ حالت پر ښه لوري روان دی. يان يو شان خبريال ته وويل

((د دې کلي د اصلاحاتو له څلوېښتو کلونو راهيسې يې تل عنعنوي کرهڼيزو چارو ته لومړيتوب ورکړی، د صنعتي چارو اصلاحاتو بهير ته اړتيا شته. اوس په دغه کلي کې د صنعتي چارو د پرمختګ لپاره ښه وخت دی، څرنګه چې يوه خوا حکومت ترې ملاتړ کوي، بله خوا او ډېر مهم ټکی دا دی چې د ځايي وګړيو نظر بدل شوی دی. د زمانې د پرمختګ له کبله پوهېدلي يو چې بايد ځيني بدلونه او نوښتونه ترسره کړو. ))

اوس په شياو ګانګ څون کلي کې په دېرش هکتاره ځمکه کې د ښه کيفيت لرونکې شولې چې د هې لونګ جيانګ د بې دا هوانګ شرکت لخوا کرل شوې، په منظمه توګه درېدلي او ډکې دانې لري. جاو مينګ وو چې له هې لونګ جيانګ څخه راغلی، د يو کال لپاره يې په دې کلي کې کار کړی، د بې دا هوانګ شرکت د يو فني کوونکي په توګه، هغه د دې کلي د کرهڼيزو چارو د راتلونکي پرمختګ په هکله خبريال ته وويل

((د دې پوښتنې په اړه چې د شياو ګانګ څون کلي کرهڼيزې چارې به پر کوم لوري روانې وي؟ ځواب په دغه بيرغ کې ليکل شوی چې د زراعتي توليداتو نښې به جوړې شي، کرهڼيزې چارې او صنعتي چارې به سره يو ځای شي، د کرلو کارونه او اداره به يې استانداره معياري شي. ))

جاو مينګ وو وويل، د شياو ګانګ څون کلي کرنيزې ځمکې له اوبو څخه ليرې وې او دغه ځمکه هواره نه وه، نو د شولو کرلو لپاره يې ښه شرايط نه درلودل. د بې دا هوانګ شرکت د عصري تکنالوژۍ په کارولو سره دغه ستونزې ليرې کړې او د شولو د کرلو په ترڅ کې هېڅ کيمياوي سرې نه دي کارول شوې. ځايي کليوالو له نږدې نه د تکنالوژۍ ځواک احساس کړی دی.

اوس په دغه کلي کې د چاپېريال په ښه والي سره ډېر زيات ځوانان بيرته ستانه شول او په خپلو کارونو يې پيل کړی. په عين وخت کې انلاين سوداګرۍ هم په دې کلي کې د ګړندي پرمختګ په حال کې دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای