CRI Online

امريکا دې له چين سره د تګ راتګ په ترڅ کې پر هر شي شک نه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-19 17:37:26

د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس د خپلې يوې تازه وينا پر مهال د چين غندنه کړې او ويلي يې دي چې د چين ځينو امنيتي ادارو د پوځي تخنيکونو د نقشې په شمول د امريکا د ټولو تخنيکونو د غلا کولو پلان جوړ کړی دی. د نوموړي له يادو خبرو سره هممهاله د امريکا مشهور بلومبرګ نيوز هم خبر ورکړ چې د زياتو امريکايي تخنيکي شرکتونو په توليداتو کې د چين د جاسوسۍ چيپونه نصب شوي دي، خو ورپسې دغه خبر ښکيلو امريکايي شرکتونو او د امريکا د ملي امنيت ادارې رد کړ. له دې سره سره امريکايي رسنيو په خپلو رپوټونو کې ليکلي چې که اوسمهال چين د امريکا د ايلېکترونيکي توليداتو د عرضې ځنځير نه وای خراب کړی،راتلونکې کې به يې هم خراب کړي و. له دغو بې مسئولانه څرګندونو څخه څرګنديږي چې ځيني امريکايان تل د دواړو هېوادونو په اړيکو شک لري.

مايک پنس د خپلې وينا په پای کې د چين د مشهور ليکوال لو شيون د يوې خبرې په قول چين غندلی چې په مساوي توګه له نورو هېوادونو سره سلوک نه کوي. خو په حقيقت کې د ليکوال لو شيون خبره د امريکا له د اوسني حکومت له کړنو سره ډېره مناسبه ده. که امريکا په مداومه توګه د چين پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته د شک په سترګه وګوري، نو د نړۍ د دوو لويو اقتصادونو ترمنځ د همکارۍ زيات فرصتونه به له لاسه ورکړل شي او نړۍ به له زياتو ناثابتو او نامعلومو عواملو سره مخ شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای