CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت: د يو قطبي کېدو نړۍ جوړېدل د امريکا له خوا د منځني واټن لرونکو توغنديو د له منځه وړلو له تړون څخه د وتلو موخه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-10-21 16:27:28

د سينوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په يوويشتمه نېټه د دې خبر په اړه چې امريکا به د منځني واټن لرونکو توغنديو د له منځه وړلو له تړون څخه ووځي، تبصره وکړه چې د يو قطبي کېدو نړۍ رامنځته کېدل د امريکا د دغې کړنې موخه ده.

د روسيې د بهرنيو چارو زارت د ويبپاڼې په يوې خپرې شوې تبصرې کې راغلي چې له اوږدې مودې راهيسې امريکا له نوموړي تړون څخه د وتلو نيت پيدا کړی، روسيې څو ځله د امريکا دغه نيت په ډاګه کړی. امريکا د يو قطبي کېدو نړۍ جوړېدل غواړي، خو دغه نيت په اوسنۍ نړۍ کې نشي عملي کېدای.

د روسيې د مشرانو مجلس د دفاعي او امنيتي کميټې لومړي مرستيال فرانز کلينتسيويچ وويل، چې د امريکا دغې کړنې روسيه او نړۍ له سخت چلنج سره مخ کړې او په نړۍ کې به د پوځي تجهيزاتو نوۍ سيالي رامنځته کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای