CRI Online

د سوريې خبري رسنيو خبر ورکړ چې د سوريې په ختيځ کې د نړيوال اتحاد د هوايي بريدونو له امله ۶۲ عام وګړي ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2018-10-21 16:44:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري اژانس د اکتوبر په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا په مشرۍ نړيوال اتحاد په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سوريې پر ديرزور ولايت څو ځله هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې لږ تر لږه ۶۲ عام وګړي وژل شوي او نور لسګونه کسان ټپيان شوي دي.

د نړيوال اتحاد جنګي الوتکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ديرزور ولايت د بوکامل ښار په ختيځ کې پر يو استوګنځي هوايي بريد وکړ چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۵ تنه وژل شوي دي، پر ۲ جوماتونو يې بريدونه وکړل چې له امله يې ۴۷ عام وګړي وژل شوي او لسګونه کسان ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې، د زياتو ټپيانو حالت سخت دی، نو د مړينې شمېر ښايي زيات شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای