CRI Online

راځئ د چين د وارداتو د لومړي نندارتون لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د مشخصو توکو د شريکولو په فعاليت کې ګډون وکړئ!

cri     (GMT+08:00) 2018-10-21 20:48:23

د راتلونکي نومبر له پنځمې نېټې څخه تر نهمې نېټې پورې به د چين په شانګهای کې د چين د وارداتو لومړی نندارتون تر سره شي. موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د نوموړي نندارتون لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د مشخصو توکو د شريکولو په فعاليت کې ګډون وکړئ.

هر هېواد خپل ځانګړي توکي او توليدات لري، زيات ښه بهرني توليدات په چين کې پيدا کيږي، خو ځيني نور د ډول ډول لاملونو له امله چينايانو ته نااشنا دي. موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د خپل هېواد ځانګړي او ښايسته توليدات د چين نړيوالې راډيو اورېدونکو او کتونکو ته معرفي کړئ، تاسو کولی شئ چې د دغو توليداتو په اړه پخپله جوړ کړي ساده انځورونه يا ليکنې يا لنډې ويډيوګانې زموږ برېښناليک (pus@cri.com.cn) ته راوليږئ، او يا د فېسبوک په خپلو پاڼو کې له خپرېدو وروسته زموږ فېسبوک پاڼه (( CRI Pashto )) تګ کړئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای