CRI Online

روسيه :که امريکا د منځني واټن باليستي توغنديو له تړون څخه ووځي،روسيه به متقابل تدبيرونه غوره کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-22 14:32:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت او د دې هېواد د دوما يعنې د استازو جرګې د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په جلا جلا توګه وويل چې که امريکا د منځني واټن باليستي توغنديو له تړون څخه ووځي،روسيه به په پوځي تخنيکونو او نورو لازمو لارو چارو دې ته ځواب ور کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سيرګي ريابکوف په همدې ورځې خبري رسنيو ته وويل چې امريکا څو څو ځلې روسيه غندلې چې د منځني واټن باليستي توغنديو له تړون څخه يې سرغړونه کړې ده، خو هېڅ ثبوت يې نه دی وړاندی کړی.امريکا غواړي چې له ياد تړون څخه د وتلو لارې د ستراتيژيک ثبات په تړاو مسئلو کې پر روسيې فشارونه واچوي.که امريکا په يوه اړخيزه توګه له دې تړون او نورو نړيوالو تړونونو او ميکانيزمونو څخه ووځي، روسيه به د پوځي تخنيکونو په شمول متقابل تدبيرونه غوره کړي.

د دې هېواد د دوما د نړيوالو چارو کميټې رئيس ليونيد سلوسکي د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه وويل چې د امريکا د يادې پرېکړې له امله به ذروي پوځي وسلې له سخت بحران سره مخ شي او نړۍ به له پوځي تسليحاتي سيالۍ سره هم مخامخ شي.که امريکا له دې تړون څخه ووځي، روسيه به د خپل هېواد او ملګرو هېوادونو امنيت د تأمينولو لپاره ټول لازم تدبيرونه غوره کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای