CRI Online

ايران د امريکا دا ادعا رد کړه چې ګواکې غواړي د دغه هېواد د پارلمان په منځنيو مهالي عمومي ټاکو کې لاسوهنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-22 17:14:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا ادعا رد کړه چې ګواکې ايران غواړي د امريکا د پارلمان په منځنيو مهالي عمومي ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د ايران د مهمو ديپلوماتيکو اصولو څخه يو دا دی چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي. د امريکا ياد تور بې اساسه دی. پر نورو هېوادونو د امريکا دغسې تور يوازې په سياسي هدف دی.

امريکا د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه په څرګند ډول ادعا وکړه چې د ايران په شمول يو شمېر بهرني هېوادونه غواړي چې د امريکا د پارلمان په منځنيو مهالي عمومي ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

د امريکا د پارلمان منځنۍ مهالي عمومي ټاکنې به د نوامبر په ۶مه نېټه تر سره شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای