CRI Online

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر: نړۍ به نوره خطرناکه شي که امريکا د منځني واټن باليستيق توغنديو له تړون څخه ووځي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-23 10:26:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر دميتري پېسکوف د اکتوبر په ۲۲مه نېټه وويل چې د نړيوال حالات به لا نور خطرناک شي که امريکا د منځني واټن باليستيق توغنديو له تړون څخه ووځي. په هغه وخت کې به روسيه د خپل امنيت د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي او په دې برخه کې برابري به وساتي.

هغه زياته کړه چې د ملي امنيت په اړه د امريکا د ولسمشر مرستيال جان بولټون اوس له روسيې څخه په ليدنې بوخت دی او روسيه به ور سره په دې اړه چې د امريکا ويلي له نوموړي تړون څخه به ووځي سلا مشورې وکړي.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې له دغه تړون څخه وتل په قانوني ډول شپږ مياشتې نيسي، امريکا تر اوسه پورې هېڅ اړوند تدبيرونه نه دي نيولي،خو د امريکا لخوا له دغه تړون څخه د وتلو په اړه څرګندونې د اندېښنې وړ دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای