CRI Online

ډونالډ ټرمپ د مرکزي امريکا پر ۳ هېوادونو د مرستو بندولو يا کمولو ګواښ وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-10-23 10:34:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر په ۲۲مه نېټه په ټويټر کې وويل، د هندوراس،ګواتمالا او السلوادور حکومتونه له دغو هېوادونو څخه د غير فانوني کډوالو د مخنيوي په برخه کې پاتې راغلي، نو امريکا به له يادو ۳ هېوادونو سره مرستې ختمې يا کمې کړي.

د امريکا خبري رسنيو د خبر له مخې، د هندوراس،ګواتمالا او السلوادور زرګونه خلک د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه له سرحدي سيمو څخه د مکسيکو جنوبي سيمو ته ننوتل او امريکا ته د ننوتلو پلان لري.

د ټرمپ حکومت د ۲۰۱۷ کال له پيل راهيسې په تدريجي ډول له هندوراس،ګواتمالا او السلوادور سره خپلې مرستې کمې کړې دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای