د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بشري حقوقو وزيرې شيرين مزاري د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه په اسلام اباد کې وويل چې د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز جوړېدلو په اغېزمن ډول د پاکستانې ښځو لپاره د کار پيدا کولو فرصتونه زيات کړي دي.
مزاري په همدې ورځ په يوه څېړنيزه غونډه کې چې نوم يې د چين او پاکستان تر منځ په اقتصادي دهليز کې د ښځو رول، يوه وينا وکړه چې د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز جوړولو په ژورتيا سره به نور شرکتونه د پاکستان د بېلا بېلو ځايونو په اقتصادي ځانګړو سيمو کې پانګونه وکړي او نورو زياتو ښځو ته به په اړوندو پروژو کې کارونه پيدا شي.
هغې زياته کړه چې د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز به نه يوازې په دوامداره توګه موجود وي بلکې پر مخ به بيول شي. هغې هيله وښودله چې د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز په راتلونکي کې د ښځو کاري ښوونې او روزنې په برخو کې زياته پانګونه واچوي تر څو د ښځو کاري توان لوړ شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |