CRI Online

د بريټانيا صدراعظمه:حتی که چېرته له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره کوم تړون شتون ونلري، په ايرلنډ کې دې له سختې پولې څخه ډډه وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-23 15:04:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د بريټانيا صدراعظمې تريسا مې پر ځايي وخت د اکتوبر په ۲۲مه نېټه وويل چې حتی که چېرته له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره کوم تړون شتون ونلري، په ايرلنډ کې دې له سختې پولې څخه دې ډډه وشي او په عين وخت کې به د اروپايي ټولنې د خلکو حقونه هم تضمين شي.

د بي بي سي د خبر له مخې،تريسا مې د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه په پارلمان کې وويل چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو موافقه ليک عمده چوکاټ اوس روښانه دی.د بريټانيا حکومت مسؤليت لري چې د ايرلنډ د سرحدي مسئلې د حل لپاره مرسته برابره کړي او نه غواړي چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو انتقالي موده وغځوي. خو که د دغې مودې اوږدېدو ته مجبور يو، نو هيله لرو چې د ۲۰۲۲ کال له می مخکې پای ته ورسېږي.

په همدې ورځ د بريټانيا اړوند چارواکي دومينيک رب وويل چې د بريټانيا پارلمان به کافي وخت ولري چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه د صدراعظمې تريسا مې او اروپايي ټولنې ترمنځ د هر ډول تړون څېړنه وکړي او د پارلمان غړي به د رېښتنو خبرو حق ولري چې آيا دا تړون تصويب کړي که نه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای