د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د تجارت او پرمختګ د غونډې په کوربتوب د ۲۰۱۸ کال لپاره د پانګونې نړيوال فورم د اکتوبر په ۲۲مه نېټه په ژنيو کې پرانيستل شو. د م م څو مامورينو د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د نړۍ د پانګونې چاپيريال د چلنج سره د مخامخ کېدو پر وخت، موږ بايد د دوامداره پرمختګ د موخې د تر سره کېدو په برخو کې پانګونې وکړي.
د م م د تجارت او پرمختګ د غونډې سرمنشي موخيسا کيتويي وويل چې په ۲۰۰۸ کال کې د پولي بحران د رامنځته کېدو تر لسو کلونو وروسته په نړۍ کې بهرنيو هېوادونو د مستقيمې پانګونې پيمانه اوس لا هم د بحران څخه مخکې د حالت په پرتله کمه ده. په تېر کال کې په نړۍ کې د بهرنيو هېوادونو مستقيمې د پانګونې عمومي حجم کم شوی او د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې په نړۍ کې د پانګونې عمومي پيمانه هم کمې شوې دي.
هغه زياته کړه چې اوس موږ بايد عملي تدبيرونه ونيسې څو چې د پانګونې د دوامدار پرمختګ په برخو کې اغېزمنې وګرځي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |