CRI Online

پوتين او ټرمپ به په راتلونکي نومبر کې په پاريس کې سره کتنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-24 09:34:27
پوتين او ټرمپ به په راتلونکي نومبر کې په پاريس کې سره کتنه وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر سلاکار يوري ويشکوف د اکتوبر په ۲۳مه نېټه وويل، ولسمشر ولادمير پوتين او د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پلان لري چې په راتلونکي نوبمر کې په پاريس کې سره کتنه وکړي.

د روسيې خبري اژانس د يوشکوف په قوله خبر ورکړ، پوتين د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د امريکا د ملي امنيتي په چارو کې د ولسمشر له سلاکار جان بولټن سره وکتل او دواړو خواوو دا تصديق کړه چې د دواړو هېوادونو مشران به په راتلونکي نومبر کې پاريس کې د لومړۍ نړيوالې جګړې د ختمېدو د يادولو فعاليت په ترڅ کې سره کتنه وکړي. يوشکوف وويل، دغه کتنه به يوه عادي کتنه وي او لويه پيمانه به و نه لري.

سره له دې چې اوس د روسيې او امريکا اړيکې له ستونزو سره مخ دي، خو روسيې ته د بولټن له سفر څخه ښکاري چې د امريکا حکومت له روسيې سره د سياسي خبرو اترو کولو نيت لري او روسيه هم. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای