CRI Online

د جاپان د حکومت سرمنشي د جاپان او چين تر منځ د سولې او دوستۍ تړون لوړه ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-24 09:37:46
د جاپان د حکومت سرمنشي د جاپان او چين تر منځ د سولې او دوستۍ تړون لوړه ستاينه وکړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان د حکومت سرمنشي يوشيهيدي سوګا د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د جاپان او چين ترمنځ د سولې او دوستۍ تړون لوړه ستاينه وکړه او هيله يې وښودله چې چين ته د لومړي وزير شينزو ابي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پرمخبوزي.

د اکتوبر ۲۳مه نېټه د ياد تړون د نافذېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابره ده. يوشيهيدي سوګا په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، له څلوېښتو کلونو راهيسې، سره له دې چې د جاپان او چين په شاوخوا چاپېريال کې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي، خو ياد تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو بنسټ دی او د دغو اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره يې لوری ټاکلی دی.

د جاپان لومړي وزير شينزو ابي به د روانې مياشتې له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای