CRI Online

شينزو ابي: د چين او جاپان ترمنځ اقتصادي اړيکې ډېرې نږدې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-24 10:45:30
شينزو ابي: د چين او جاپان ترمنځ اقتصادي اړيکې ډېرې نږدې دي

د چين نړيواله راډيو د خبر له مخې، د چين د صدراعظم لي که چيانګ په بلنه، د جاپان لومړي وزير شينزو ابي به د روانې مياشتې له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. تر سفر مخکې، شينزو ابي له چيني خبريالانو سره يوه کبتي مرکه وکړه.

د ۲۰۱۱ کال په دسمبر کې د جاپان د هغه وخت لومړي وزير يوشيهيکو نودا چين ته سفر کړی و، د شينزو ابي دغه سفر له اوو کلونو وروسته له چين څخه د جاپان د لومړي وزير لومړۍ رسمي ليدنه ده. ابي هيله وښودله چې چين ته د سفر په ترڅ کې به له چين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکېدو څلوېښتمه کاليزه ولمانځي، له رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ سره به د سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړي او د سياست، امنيت ساتنې، اقتصاد، کلتور او د خلکو تبادلې په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ به لا پياوړې کړي. هغه زياته کړه، چين او جاپان مسئوليت لري چې خپلمنځي اختلافات ښه وچلوي او د عمومي حالاتو له لحاظه خپلمنځي د دوستۍ او همکارۍ اړيکې پرمخبوزي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای