CRI Online

د کوريا جمهوريت ولسمشر ((د سپتمبر د پيونګ يانګ ګډه اعلاميه )) او اړوند پوځي تړونونه تصويب کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-10-24 11:08:09
د کوريا جمهوريت ولسمشر ((د سپتمبر د پيونګ يانګ ګډه اعلاميه )) او اړوند پوځي تړونونه تصويب کړل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ چيون وا دای د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې ولسمشر مون جای ينګ په همدې ورځ ((د سپتمبر د پيونګ يانګ ګډه اعلاميه )) او اړوند پوځي تړونونه تصويب کړل چې د کوريا جمهوريت او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو لخوا په تېر سپتمبر کې لاسليک شوي وو. د پروګرام له مخې به دغه اعلاميه د کوريا جمهوريت په دولتي ورځپاڼه کې خپره شي او پوځي تړونونه به د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا لخوا د سندونو تر بدلېدو وروسته په همدې ورځپاڼه کې خپاره شي.

له دې امله چې ياده ګډه اعلاميه د کوريا جمهوريت د پارلمان لخوا نه ده تصويب شوې، نو د مون جای ينګ هغه عمل چې دغه اعلاميه يې تصويب کړی، د اپوزسيون لخوا پرې نيوکې وشوې. خو د دې هېواد د اساسي قانون د تطبيق ادارې وويل، د سپتمبر د پيونګ يانګ ګډه اعلاميه د پانمونجوم اطلاعيې د پلې کولو په موخه ده چې په تېر اپريل کې لاسليک شوې وه او اوس په پارلمان کې د تصويبدو په پروګرام کې ده. نو پارلمان ته د دغې ګډې اعلاميې وړاندې کولو ته اړتيا نه شته. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای