CRI Online

د المان د بهرنيو چارو وزير: المان به تر خپلې وسې پورې د منځني واټن باليستيک توغنديو تړون وساتي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-24 14:49:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان د بهرنيو چارو وزير هېکو ماس د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه وويل چې د منځني واټن باليستيک توغنديو تړون د اورپا پر مرکزي ګټو پورې اړه لري او المان به تر خپلې وسې پورې د دغه تړون وساتي.

هغه خبريالانو ته وويل چې د منځني واټن باليستيک توغنديو تړون لاسليک او له المان څخه د منځني واټن باليستيک توغنديو ايسته کول د بې وسلې کولو په اړه تر ټولو لويه لاسته راوړنه ده، المان خپلې سترګې نه شي پټولې چې د وسلو د کمښت په بهير کې پر شاتګ وکړي او دغه تړون به د ناټو په غونډه کې ورته د لومړۍ موضوع په توګه وګوري. که فرصت ولري، المان به تر خپلې وسې پورې په ډيپلوماتيکه لاره دغه تړون وساتي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۲۲ مه نېټه له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د يواړخيزې بېړنۍ پرېکړې له نيولو څخه دې ډډه وکړي. د فرانسې ولسمشر اېمانول ماکرون د روانې مياشتې په ۲۱ مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلېفوني خبرې اترې کړې چې د اورپايي امنيت او د ستراتيژيک ثبات په اړه د منځني واټن باليستيک توغنديو تړون اهميت يو ځل بيا څرګند کړ. د بريتانيا يوې ورځپاڼې هم خبر ورکړی چې دا د ۱۹۰۰ کال له راهيسې د وسلو د کنترول په اړه سخت بحران دی چې امريکا له دغه تړون څخه وځي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای