CRI Online

د هانکانګ ،جو های او مکاو ترمنځ د پل د پرانيستلو مراسم تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2018-10-24 16:03:34

د هانکانګ ،جو های او مکاو ترمنځ د پل د پرانيستلو مراسم د اکتوبر د ۲۳مې نېټې په سهار د چين د ګوانګ دونګ ولايت په جو های ښار کې تر سره شول.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي،د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په يادو مراسمو کې ګډون درلود او په رسمي ډول يې پل پرانيست.هغه د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون په استازيتوب د پل له ډيزايرانو ،جوړوونکو او اداره کوونو څخه مننه څرګنده کړه. شي جين پينګ وويل چې د ياد پل په شان موږ نه يوازې د لوړ کيفيت لرونکو پروژو د جوړولو لپاره بايد کوښښ وکړو،بلکې په ښه توګه بايد دغه پل وکاروو ترڅو د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د خليج سيمې د ابادۍ لپاره مهم رول ولوبول شي.

د هانکانګ،جوهای او مکاو ترمنځ پل له لينګ دينګ سمندر څخه تېرېږي، ختيځ خوا ته تر هانکانګ او لوېديځ ته تر جو های او مکاو پورې غځېدلی چې شاوخوا۵۵ کيلو مترو ته رسېږي، دا لومړی ځل دی چې د يو هېواد او دوو نظامونو تر اصل لاندې ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو په ګډه يوه لويه سمندري ټرافيکي پروژه بشپړه کړه.

په همدې ورځ د هانکانګ ،جو های او مکاو ترمنځ د پل د پرانيستلو مراسم په جو های ښار کې تر سره شول.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو غړي او په ګوانګ دونګ ولايت کې ګوندي منشي لي شي،د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې مشرې کاري لام چنګ يويت نګور ،د مکاو د ځانګړې اداري سيمې مشر څوی شه ان او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو غړي او د صدراعظم مرستيال هان جنګ په وار سره ويناوې وکړې.ورپسې رئيس شي جين پينګ اعلان وکړ چې د هانکانګ ،جو های او مکاو ترمنځ پل په رسمي توګه پرانيستل شو.

تر مراسمو وروسته شي جين پينګ له ياد پل څخه ليدنه وکړه او د اداره کوونکو او جوړوونکو له استازو سره يې وليدل.شي جين پينګ وويل

د پل پرانيستنه ستر اهميت لري چې د هېواد يو ستر ترانسپورتي تاسيسات او يوه نړيواله پروژه ده.

شي جين پينګ خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د هانکانګ ،جو های او مکاو ترمنځ د پل جوړونه د نړۍ ډېره لويه او تر ټولو ستره پروژه ده چې ستر ارزښت لري. له دې څخه د سړکونو د پرانيستلو او د سيندونو پر سر د پلونو جوړولو لپاره د يو هېواد د مبارزې روحيې څرګندېږي. دا د چين عمومي ځواک او د نوښت توان او د نړيوالې درجې ملي امتياز جوړولو لپاره جرئت منعکس کوي. دا يو په زړه پورې پل، متمرکز پل، د اعتماد پل او د بيااعادې پل دی.رئيس شي جين پينګ وويل

کله چې تاسو په غرونو کې سړکونه پرانيزئ او د اوبو دپاسه پلونه جوړوئ، تاسو د دې جغرافيې لپاره روښانه کارونه کوئ. دا د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليزم برکت دی. د دې پل جوړونه او دا قدم يو ترټولو غوره معيار دی چې نړيوالو ته زموږ د هېواد اعتماد زياتوي.

زه په رښتينې توګه له تاسو څخه مننه کوم او باور لرم چې تاسو به بيا چارې تنظيم کړئ او هغه ځای ته به ولاړ شئ چيرته چې مور وطن ورته اړتيا لري.

د خبر له مخې،په ۲۰۰۴ کال کې د ياد پل طرحه جوړه شوه او په ۲۰۰۹ کال کې يې د جوړولو کارونه پيل شول .د پل د ډيزاين مفکورې، د ابادۍ ټېکنالوژۍ او د ادارې موډل په برخو کې نوی پرمختګونه شوي دي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای