CRI Online

که امريکا په خپله خوښه له تړون څخه ووځي، د نړيوالې سولې بنسټ به ويجاړ شي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-24 18:55:21

پر ځايي وخت د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د ملي امنيت په اړه د امريکا د ولسمشر له مرستيال جان بولټون سره وکتل. دا ليدنه په دې حالت کې وشوه چې ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې امريکا به د منځني واټن ويشتوونکو توغنديو له تړون څخه ووځي. د خبر له مخې، د دواړو خواوو تر منځ له ملاقاتو وروسته، پوټين د امريکا هغه خبرې وغندلې چې پر روسيې يې له نوموړي تړون څخه د سرغړونې تور لګولی دی. خو بولټون ځواب وويل چې هغه له ځان سره (( د ښون ښاخ )) نه اړول. دواړه خواوې د ۹۰ دقيقو په خبرو کې د منځني واټن ويشتوونکو توغنديو تړون په اړه د نظريو يووالي ته نه دي رسيدلې.

ولې امريکا له نوموړي تړون څخه وتلو ته اړتيا لري؟ امريکا ته د لومړيتوب ورکولو د ستراتيژۍ پوره کول دغې پوښتنې ته ځواب دی.

لومړی، عمده موخه يې د امريکا د پوځي قدرت لا وده او د وسلو لا پرمختګ دی. دوهم، امريکا غواړي چې د ځينو اصولو د محدوديت د ماتولو له لارې خپل نظامي صنعت لا پياوړی کړي.

امريکا په پر له پسې توګه د اټومي تجهيراتو په برخه کې له بنسټيزو نړيوالو اخلاقي اصولو څخه سرغړونه کړې او کوي يې، دا به د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنيوي او د پوځي تجهيزاتو د کنترول نړيوال سيستم ته سخته ضربه ورسوي او نړيواله سوله به له ۳ لويو بحرانونو سره مخامخ کړي.

لومړی، که امريکا د نوموړي تړون د ردولو له لارې د منځني واټن ويشتوونکو توغنديو تکنالوژۍ ته وده ورکړي، دا به د نړيوالو وسلو د لا پرمختګ سبب وګرځي، دغه زار د نړۍ د پوځي تجهيزاتو سيالۍ به سخته شي او نړيواله سوله به تر خپل سيوري لاندې راولي.

دوهم، امريکا د خپل جغرافيايي موقعيت له امله په خپله خاوره کې د دفاع په موخه د منځني واټن ويشتوونکو توغنديو ځای پر ځای کولو ته ضرورت نه لري، نو دغه هېواد به نور زيات منځني واټن ويشتوونکي توغندي په خپلو ملګرو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي، دغه راز سيمه ييز حالات به پېچلي شي او د سيمه ييزو شخړو د رامنځته کېدو امکان به ډېر شي.

درېيم، د امريکا دغه عمل به د نړيوالو تړونونو قانوني شتون ډېر زيانمن کړي.

په همدې وجه، د منځني واټن ويشتوونکو توغنديو له تړون څخه د امريکا د وتلو پرېکړه د نړيوالې ټولنې له مخالفت سره مخامخ ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای