د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د اکتوبر له ۲۵مې نېټې څخه به ناټو په ناروې او د هغې شاوخوا سيمو کې تر سړې جګړې وروسته تر ټولو د لويې پيمانې پوځي تمرينونه تر سره کړي. د ناټو سرمنشي جنس ستولتنبرګ د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه په بروکسيل کې وويل چې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو او د سويډني او فنلنډي سرتېريو په ګډون ۵۰ زره سرتېري به په يادو تمرينونو کې ګډون وکړي او له دې لارې به د ناټو غښتلی پوځي توان او د ګډې مبارزې ټينګه اراده وښودل شي.
د خبر له مخې،د يادو تمرينونو عمده ځايونه د ناروي منځنۍ او ختيځې سيمې او د شمال اټلانټيک سمندر او بالتيک سمندر ښودل شوي دي.ستولتنبرګ وويل چې دا پوځي تمرينونه به د ناټو غړو او د دوی پټو مخالفينو ته څرګند پيغام لېږي چې ناټو د مقابلې غوښتنه نه کوي، خو د خپلو ملګرو د دفاع لپاره به تل چمتو وي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |