د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د بېجينګ د شيانګ شان د اتمې دورې فورم د هر کلي په مېلمستيا کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.
لي جان شو په خپلو خبرو کې وويل، د بېجينګ د شيانګ شان فورم ګام په ګام د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د دفاعي چارو او امنيت په اړه د عالي رتبه خبرو اترو يو مهم ډګر ګرځېدلی دی.
نوموړي وويل، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون لار له نړۍ سره د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ لار ده. چين تل دا ادعا لري چې د مساوي خبرو اترو له لارې او له مقرراتو سره سم دې نړيوالې مسئلې حل شي. د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز يو نړيوال همکاريز ډګر ګرځېدلی او پراخ هر کلی يې تر لاسه کړی، ګڼ شمېر پروژې يې پيل شوي او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو وګړيو په پر له پسې توګه ترې ګټې اخيستې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو، د يو چين د پېژندنې، د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې او د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د چين دريځ هم څرګند کړ. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |