CRI Online

شي جين پينګ د بېجينګ د شيانګ شان اتم فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-25 15:14:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بېجينګ د شيانګ شان اتم فورم د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغه فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي چې د بېجينګ د شيانګ شان د اتمې دورې فورم د جوړېدو پر مهال د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د دې فورم پرانيستونکو مراسمو او په دې فورم کې د بېلا بېلو هېوادونو د دفاعي څانګو او ځواکونو ګډون کوونکو مشرانو،د نړيوالو سازمانونو استازو او کارپوهانو ته تود هرکلی وايم.

شي جين پينګ زياته کړه چې نن ورځ په نړۍ کې سوله، پرمختګ، همکارۍ او ګډې ګټې د زمانې هيله ده. په عين وخت کې نړيواله ټولنه له زياتېدونکو دوديزو او غير دوديزو امنيتي ننګونو سره مخامخ ده. چين په ټولنيز ډول ګډه، همکاريزه او دواملرونکي نوې امنيتي مفکوره پلې کوي، د چين پوځ د نړۍ د سولې او ثبات ساتلو لپاره هميشنی غښتلی ځواک دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای