د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي،د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۴مه نېټه په وار سره له شن جن او ګوانګ جو ښارونو څخه ليدنه وکړه.په شن جن کې د ګوانګ دونګ ولايت د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کاليزې له نندارتون څخه د کتنې په وخت کې نوموړي وويل چې يو ځل بيا زه شن جن ښار او ګوانګ دونګ ولايت ته راغلم. موږ دلته يو چې نړۍ ته اعلان وکړو چې د چين اصلاحات او ورخلاصون تګلاره به هېڅکله ونه درېږي! چين به په راتلونکو ۴۰ کلونو کې نوې لاسته راوړنې ولري!
له نندارتون څخه تر ليدنې وروسته شي جين پينګ د ګوانګ دونګ د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمې د شن جن د چيان های شه کو له سيمې څخه ليدنه وکړه او د دې سيمې د پرمختګ او ورخلاصون،د پلان جوړونې او ساختماني چارو او د شن جن او هانکانګ ترمنځ د همکارۍ په اړه يې مشخص معلومات تر لاسه کړل.
د روانې مياشتې د ۲۴مې نېټې تر غرمې وروسته شي جين پينګ ګوانګ جو ښار ته ورسېد او په وار سره يې له لي وان سيمې او جي نان پوهنتون څخه ليدنې وکړې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |