CRI Online

پوټين: د منځني واټن باليستيک توغنديو له تړون څخه د امريکا د وتلو په اړه به هدفي غبرګون وښيي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-25 15:27:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د اکتوبر په ۲۴مه نېټه وويل چې روسيه به د منځني واټن باليستيک توغنديو له تړون څخه د امريکا د وتلو په اړه هدفي غبرګون وښيي.

پوټين د روانې مياشتې د ۲۴مې نېټې په شپه د ايټاليا له صدراعظم ګيوسيپي کونټ سره تر خبرو اترو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې که امريکا د منځني واټن باليستيک توغنديو له تړون څخه ووځي او اروپا ته د منځني او لنډ واټن توغندي برابر کړي،نو روسيه به سمدلاسه اړوند ځواب ورکړي.اروپايي هېوادونه بايد په دې پوه شي چې د امريکا له خوا اروپا ته د منځني او لنډ واټن توغنديو برابرول د دوی له ګټو سره سمون نه لري،دغه راز خپل ځان به د توغنديو تر ممکن بريد لاندې راولي.

پوټين وويل چې هغه به په راتلونکي نومبر کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په خبرو اترو کې د منځني واټن باليستيک توغنديو د تړون په اړه بحث وکړي.روسيه چمتو ده چې له امريکاسره په سره سينه توګه د دې موضوع په اړه خبرې وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای