CRI Online

د سويس تصدۍ د چين د وارداتو په نندارتون کې فعاله برخه لري

cri     (GMT+08:00) 2018-10-25 15:43:52
د سويس تصدۍ د چين د وارداتو په نندارتون کې فعاله برخه لري

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون به ژر په شانګهای کې پرانيستل شي. په سويس کې د چين سفارت د اقتصاد او سوداګرۍ شارژدافر وو جينګ چون د اکتوبر په ۲۴مه نېټه له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د سويس تصديو دغه نندارتون ته ډېره پاملرنه کړې او په فعاله توګه يې پکې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي دي.

وو جينګ چون وويل، صادرات د سويس د اقتصاد رکن دی او د چين د وارداتو نندارتون د سويس د تصديو د صادراتو د پراخولو له اړتيا سره سمون خوري. له دې امله چې د نوم ثبتوونکو تصديو شمېر له اټکل څخه ډېر زيات و، نو د سويس ځينو تصديو خپل نومونه ثبت نه شوای کړی، نو دوی د چين د راتلونکې دورې نندارتون ته پاملرنه کوي. اوس په دغه نندارتون کې د سويس نندارځی بشپړ شوی او پکې به د لوړې کچې تکنالوژۍ له لارې د نوښت، کلتور او سيلانۍ په برخو کې د سويس برياليتوبونه وښودل شي. د يوې شمېرنې له مخې، د سويس کابو دېرش تصدۍ به په دغه نندارتون کې برخه ولري چې پکې د روچي او نيسټل په شمول مشهورې تصدۍ شاملې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای