CRI Online

د شينجيانګ د اروموچۍ په ۶۶م منځني مکتب کې د زده کوونکو نيکمرغه ژوند

cri     (GMT+08:00) 2018-10-25 16:39:35

زما نوم نفيسه ده او ۱۳ کلنه يم.چين ته ستاسو د راتګ هر کلی کوو.

له کاشغر څخه راغلې اويغوري زده کوونکې نفيسه امېتکان د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د شينجيانګ د اروموچي په ۶۶ م منځني مکتب کې په انګليسي ژبې چين ته د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو په سفر کې د ګډوالانو د راتګ هر کلی وکړ.

د دې مکتب زده کوونکي ډېر خوشحال وو چې د ترکيې، مصر، افغانستان او فلسطين په شمول د ورېښمو لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو څخه راغلو اتو تنو مشهورو شخصيتونو له دې مکتب څخه ليدنه وکړه، او يادو مېلمنو ته يې د زده کړې او ژوند په باب معلومات وړاندې کړل.افيسه امېتکان چې همداوس يې په اګليسي ژبې د مېلمنو هر کلی کړی، په روانه چيني ژبه وويل تر هر څه لومړی چين ته د بېلا بېلو ملېمنو راتګ هر کلی کوو.چينايان ډېر مېلمه پال او مهربان دي او چين ته ستاسو د راتګ هر کلی کوي. تېر کال له يوه کوچني ځای څخه اروموچۍ ته راغلم او دلته مې زده کړې پيل کړې چې له امله يې زما د چيني ژبې سويه لوړه شوې او ښې نمرې تر لاسه کړې دي.نو ځکه زه نه يوازې د چين د کمونېست ګوند او حکومت څخه بلکې د دې مکتب له ښوونکو څخه هم ډېره مننه کوم. دلته چې هر کله زده کوونکي له مشکل سره مخ شي، ښوونکي تل ورسره مرسته کوي. ټولګيوال هم په ښه فضا کې ژوند کوي.

اوس په دې مکتب کې د زده کوونکو عمومی شمېر درې زره او درې سوه دی چې په دې جمله کې يې نوي سلنه له ملي لږه کيو څخه دي او نژدې ټول زده کوونکي په روانه چيني، انګليسي او قومي ژبې يو له بل سره د نظريو تبادله کولی شي.

د معلوماتو له مخې د چين حکومت د ډېرو زياتو مالدارو او بزګرو کورنيو بچنيانو لپاره امتيازي تګلارې جوړې کړي او د دوی لپاره يې په مالداري او ليرې پرتو غريبو سيمو کې د پرمختيايي سويې د لوړولو لپاره د شينجيانګ د ځينو ښارونو په منځنيو مکتبونو کې ځانګړي ټولګي جوړ کړي چې له دې جملې څخه ۶۶ م منځني مکتب يو مکتب دی. اوس د دې مکتب په يادو ځانګړو ټولګيوکې ټولټال ۲۴۰۰ تنه زده کوونکي شته دي چې يوه له دوی څخه نفيسه ده.

د دې مکتب مشر چو مينګ چای زموږ خبريال ته وويل چې ددغو ټولګيو زده کوونکي په عمده توګه د شينجيانګ له کاشغر او تورپان په شمول د مالدارو او بزګرو سيمو او ملي لږکيو کورنيو څخه راغلي چې په ټولنيزه توګه د دغو کورنيو اقتصاد ښه نه دی او ښوونيزې سرچينې يې وروسته پاتې دي. دغه ماشومان اروموچۍ ته تر راتګ وروسته کولی شي چې په وړيا توګه د شينجيانګ له غوره ښوونيز شرايطو څخه ګټې واخلي.هغه وويلد چين مرکزي حکومت او ځايي حکومت د دغو مکتبونو زده کوونکو ښوونې او د دوی استوګنې ته ډېره پاملرنه کوي او د دوی لپاره يې معياري زده کړې او د ژوند ښه شرايط برابر کړي وي. د دوی د زده کړو او د ژوند نور لګښتونه د چين حکومت له لوري ور کول کيږي، نو دغه زده کوونکي دلته نيکمرغه ژوند لري او په زده کړو کې هم ډېر کوشش کوي.

ښاغلي چو مينګ چای وايي چې ۶۶ م مکتب د يوې کورنۍ غوندی دی چې پکې زده کوونکي نيکمرغه او حوشحال ژوند اوسي.

د اکتوبر په ۲۳مه نېټه يادو بهرنو مېلمنو د زده کوونکو له خوا وړاندې شوې ننداره وکتله او په خورا چکچکو يې بدرګه کړه.په دې سفر کې ترکي ګډوالې سوګل بېرم په خوښۍ له زده کوونکو سره د نظريو تبادله وکړه او په دې مکتب کې يې د دوی د زده کړې او ژوند په باب معلومات تر لاسه کړل.هغې وويل زه له دوی څخه اغيزمنه شوم .ځکه دوی صادقانه رويه لري او د هر تن له سترګو څخه ښکاري چې دلته دوی نيکمرغه ژوند تېروي. ماشومان درواغ نه وايي، ځکه ډېر د خوشحالۍ احساس کوم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای