CRI Online

چين: چين او امريکا د ډيالوګ او همکاريو پياوړتياد دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري او د خلکو هيله ده

cri     (GMT+08:00) 2018-10-25 19:06:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين غواړي له امريکا سره د نظريو تبادله او متقابل اعتماد پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پرمختګ ومومي. دا د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري او د خلکو هيله ده.

د واشنګټن پوست د خبر له مخې، په دې وروستيو کې د امريکا د چيکاګو نړيوالې کميټې او د پيو څېړنيز مرکز د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په اړه د امريکا د خلکو د نظريو په باب يو لړ څېړنې وکړې. د دوی څېړنې ثابته کړې چې له ۱۸ کلن څخه تر ۲۹ کلن پورې امريکايي ځوانان د چين په اړه مثبت نظر لري، په څېړنو کې ۵۰ فيصده خلک فکر کوي چې دواړه هېوادونه همکاران دي، ۷۰ فيصده فکر کوي چې د پخوا ۱۰ کلونو په پرتله اوس چين لا مهم دی، د اکثريت امريکايي خلکو په فکر چين امريکا ته مهم ګواښ نه دی. په دې اړه هوا چون ينګ وويل، د يادې څېړنې نتيجې څرګنده کړې چې د امريکا اکثريت خلک هيله لري چې امريکا له چين سره سالمې او ثابتې اړيکې ولري او له چين سره تبادلې او همکارۍ ټينګې کړي. موږ غواړو چې له امريکا سره ډيالوګ زيات، متقابل اعتماد ټينګ، همکاري ژورې او مخالفتونه حل کړو، د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد اړيکې پرمختګ ومومي چې دا د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري او د خلکو هيله ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای