CRI Online

شي جين پينګ له ګوانګ دونګ څخه د ليدنې په وخت کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژوروالي غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-25 21:16:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميتې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې له ګواګ دونګ ولايت څخه د ليدنې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې په نوې زمانه کې نړيوال او کورني موضوعات له پراخو او لويو بدلونونو سره مخامخ دي، د اصلاحاتو او پرمختګ پر وړاندې نوي حالات، نوې دندې او نوې ننګونې رامنځته شوې، موږ بايد د نوې زمانې لپاره د اصلاحاتو او ورخصلاون بېرغ لا اوچت کړو او په پر له پسې توګه بايد اصلاحات ژور کړو او د ورخلاصون برخې پراخې کړو. موږ بايد د پېچلي چاپيريال پر وړاندې په لا ټينګ باور او د لا اغېزمنو تدبيرونو له لارې د اصلاحات او ورخلاصون ژوروالی ومومو.

د اکتوبر له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې شي جين پينګ د جو های، چينګ يوان، شن جنګ او ګوانګ جو په شمول د ګوانګ دونګ ولايت په ځايونو کې له تصديو، پوهنتونونو، کليو او استوګنځيو څخه ليدنې وکړې.

د اکتوبر د ۲۵مې نېټې له غرمې وروسته، شي جين پينګ د ګوانګ دونګ ولايت د کمونېست ګوند کميټې او حکومت کاري راپورونه واورېدل او د دې ولايت بېلا بېل کارونه يې وستايل. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د ګوانګ دونګ د تېرو ۴۰ کلونو له پرمختيايي چلند څخه دا ثابته شوې چې اصلاحات او ورخلاصون د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د پرمختګ لازمه لار او د چين د برخليک پرېکړه کوونکی ګام دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای