CRI Online

د ((۳۰۱ ))په نوم قانوني مادې د امريکا د هغه نيت ښکارندويي کوي چې د چين د قانوني پرمختګ مخنيوي غواړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-25 21:34:47

په دې وروستيو ورځو کې د جنوبي مرکز په نوم د شاوخوا ۵۰ پرمختيايي هېوادونو د حکومتونو ترمنځ جوړ شوي نړيوال سازمان يو راپور خپور کړ چې نوم يې دی د امريکا ((۳۰۱ ))قانوني مادي : ولې ناقانونه او غلطې دي.د دغه راپور په خپرولو سره د امريکا يادې قانوني مادې يوځل بيا د نړيوالې ټولنې توجه راجلبه کړې ده.

۳۰۱ قانوني مادې د امريکا د ۱۹۷۴ کلن سوداګريز قانون يوه برخه ده او امريکايي صادراتي تصديو ته د بهرنيو بازارونو د پراخولو لپاره مهمه قانوني لار بلل کيږي.

د جنوبي مرکز په راپور کې راغلي، د سوداګرۍ نړيوال سازمان د امريکا پر هغې کړنې ډېر حيران شو چې يو ځل بيا پر۳۰۱ قانوني مادې او پر صادراتو فولادي او المونيومي توليداتو د مالياتو لګولو په اړه ۲۳۲ قانوني مادې تطبيق کوي . امريکا د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له ټاکلو معيارونو سره سم نه ، بلکې له خپلو معيارونو سره سم پر چين تورونه لګولي او زياتره تورونه يې امريکا يا د اقتصادي همکارۍ د سازمان غړو هېوادونو پر نورو لګولي وو.

د چين په اړه د امريکا لخوا پيل شوې ۳۰۱ پلټنه د دغه هېواد د سوداګرۍ منفي بيلانس د له منځه وړلو او هم د چين د چټک پرمختګ د مخنيوي په موخه ده. ډېرو اقتصاد پوهانو دې ته اشاره کړې وه چې د امريکا د سوداګرۍ منفي بيلانس په عمده توګه د دغه هېواد د پس اندازونو د ټيټ انډول او د پيسې د زيرمو په توګه د امريکايي ډالر د مقام له امله رامنځته شوی دی. د چين د چټک پرمختګ په اړه د امريکا پخوانې رويه دا وه چې چينايان د نوښت وړتيا نه لري، خو اوس يې رويه بدله شوې او ورڅخه د چين پر چټک پرمختګ د دغه هېواد خپه څرګنديږي.

په ياد راپور کې ويل شوي چې د امريکا د حکومت لخوا د ۳۰۱ قانوني مادو د تطبيق رېښتينی لامل له سوداګرۍ سره تړاو نه لري، بل مخ له دې څخه د چين د قانوني صنعتي او تخنيکي پرمختګ د مخنيوي په اړه د امريکا نيت ښکاري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای