د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عربي هنر څلورم فېستيوال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د چين د سه چوان ولايت په چن دو ښار کې پای ته ورسيد.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې فېستيوال د برياليتوب له امله د ياد فېستيوال د پای مراسمو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي چې د چيني او عربي مدنيتونو ترمنځ متقابلې زده کړې اوږد تاريخ لري.د دې فېستيوال جوړونه د چيني او عربي خلکو ترمنځ د تګ راتګ مهم تدابير دی . چين غواړي چې له عربي هېوادونو سره يو ځای ګډې هڅې وکړي او د دوه اړخيزې کلتوري تبادلې او همکارۍ پياوړتيا ته دې ادامه ور کړي تر څو د هر اړخيزې همکارۍ او ګډ پرمختګ پر بنسټ د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د پرمختګ لپاره ټولنيز او ولسي بنسټ لا ټينګ کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خپل خدمتونه وکړي.
د روان کال په جولای کې د چين او عرب لوري په چين کې ياد فېستيوال پيل کړی و او له درېيو مياشتو راهيسې يې د کتابونو، موسيقۍ، نڅاوو،حکاکي او انځورونو په شمول ۲۰ فعاليتونه تر سره کړي او د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستي د لاټينګولو لپاره يې مثبت رول لوبولی دی.(غاټول )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |