CRI Online

د يونيسکو سازمان: سږ کال په ګرده نړۍ کې ۸۶ خبريالان وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-26 10:39:26
د يونيسکو سازمان: سږ کال په ګرده نړۍ کې ۸۶ خبريالان وژل شوي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د يونيسکو سازمان د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د روان کال تر دې دمه په ګرده نړۍ کې ۸۶ خبريالان وژل شوي دي. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې دغه شمېر ۱۸۲ ته رسېدلی و.

په اعلاميه کې راغلي، د يونيسکو عمومي مدير اودري ازولي به د راتلونکي نومبر په دوهمه نېټه د خبريالانو د امنيت او د خبريالانو په موخه د جرمونو په هکله يو کلنی راپور خپور کړي . د دې راپور له مخې له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې په ګرده نړۍ کې څه باندې زر تنه خبريالان وژل شوي دي. په ۲۰۱۷ کال کې په لومړي ځل داسې حالت رامنځته شو چې د وژل شويو خبريالانو په جمله کې ۵۵ سلنه يې په هغو هېوادونو کې وژل شوی وو چې نظامي شخړه پکې نه وه. په دغو جرمونو کې د ښکېلو کسانو يوازې لس سلنې مجرمينو ته سزا ور کړل شوې ده. د يادولو وړ ده چې په تېرو لسو کلونو کې د وژل شويو ښځينه خبريالانو شمېر زيات شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای